د لاسرسي لېنکونه

د بهایانو ټولنه: ایران کې د بهايي مذهبي اقلیت ځپنه زیاته شوې


د ایران حکومت له‌خوا نیول شوي بهايي مذهبه

د ایران حکومت له‌خوا نیول شوي بهايي مذهبه

د بهايي مذهبو نړيوالې کمېټې ويلي چې د ايران د حکومت له‌خوا د دې مذهبي اقلیت ځپنه زياته شوې ده.

یادې کمېټې د سې شنبې په ورځ ويلي، د بهايانو ځپنه پر دې سربېره دوام لري چې د ايران ولسمشر حسن روحاني ژمنه کړې وه په خپل هېواد کې به مذهبي توپيري چلند ته د پای ټکی ږدي.

روحاني د توپیري چلند له‌منځه وړلو ژمنه کړې وه.

روحاني د توپیري چلند له‌منځه وړلو ژمنه کړې وه.

په ۱۲۲ پاڼې لرونکي خپاره شوي راپور کې، د بهايانو کمېټې ويلي حکومت د بهايانو پر ضد د نفرتونو زياتولو کمپاین ګړندی کړی دی او د بهايانو پر ضد یې په ايراني رسنيو کې شاوخوا شل زره د پروپاګند ټوټې خپرې کړي دي.

له هغه راهيسي چې د ۲۰۱۳ میلادي کال په اګست مياشت کې روحاني د ولسمشر په توګه وټاکل شو، د اقتصادي توپيري چلند لږ تر لږه ۳۸۸ پېښې ثبت شوې وې چې له تهديدونو نیولې د دوکانو تر تړلو رسېږي.

د ازادي راډيو د ايران څانګې فردا راډيو یوه همکاره مهتاب وحيديراد په ايران کې د بهايانو د وضعيت په اړه داسې وايي:

"د ايران حکومت يو شمېر بهایان هر کال له زده‌کړو محروم کړي دي، د کال له پيلېدو سره، په ځانګړې توګه سږ کال موږ ډېر بهايان لرو چې له زده‌کړو محروم شوي دي چې هغوی ته اعلانېږي چې په اسنادو کې نيمګړتيا لري، خو د بشري حقونو فعالان وايي، له زده‌کړو د دې خلکو د محرومولو يوازينی دليل د هغوی مذهب دی."

د ایران شېراز کې د بهايي مذهب پلویانو تاریخي سیمه

د ایران شېراز کې د بهايي مذهب پلویانو تاریخي سیمه

دغه راپور وايي چې د روحاني دورې پر مهال، پوهنتونونو ته له تګه د زرګونو بهايانو مخه نيول شوې او د اتويشتو بهايانو نومونه له پوهنتونونو ايستل شوي دي.

په ايران کې پر بهايي مذهب بنديز دی چې په ۱۸۴۴ میلادي کال کې د يوه ايراني مشر له‌خوا رامنځته شو او د دې مذهب پلويان دا سړی د خدای د پيغمبر په توګه مني.

په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ايران ستر مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌اي فتوا ورکړه او له ټولو ايرانيانو يې وغوښتل چې له بهايانو سره هر ډول راکړه ورکړه ونه‌کړي.

د بهايانو د کمېټې له‌خوا خپور شوی راپور وايي چې د ايران حکومت په هر ډګر کې له مخالفت سره مخامخ کېږي چې بايد د بهايانو لسيزه اوږده سيسټماتیکه ځپنه ودروي.

خو راپور وايي چې مذهبي توپيري چلند ته د پای ټکي اېښودو پر ځای حکومت د توقيفولو او نيولو له ستراتيژۍ لیرې شوی او په اقتصادي او تعلیمي توګه له بهايانو سره توپيري چلند کوي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ملګرو ملتونو ته د بهايانو د استازي «بني دوګل» له خولې ليکلي چې د ايران حکومت په تاکتیکونو کې يې تغیير ليدلی دی او داسې ښکاري دا کار يې د نړيوالې ټولنې څخه د بهايي ټولنې د ځپنې پټولو په خاطر کړی وي.

راپور وايي، په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د محمود احمدي نژاد د پخواني حکومت پر مهال د بهايانو ځپنه زياته شوه او د دې مذهب تر اته سوه شپېته زيات پلويان نيول شوي، دوه سوه پنځه اويا يې زندان ته لېږل شوي دي او د اقتصادي ځپنې ۹۵۰ پېښې او د بهايي تجارتونو او ملکيتونو پر ضد اتیا خونړۍ حملې ثبت شوې دي.

راپور د نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې د بهايانو د ځپنې پر سر باید پر ايران خپل فشارونه وساتي.

XS
SM
MD
LG