د لاسرسي لېنکونه

په بلخ ولایت کې د ۱۲ کلنو لسو ټیمونو تر منځ د فوټبال لوبې نن پیل شوې.

د بلخ ورزشي امر ابراهیم عثماني نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ نن دوه سیالۍ ترسره شوې.

د نوموړي په وینا په دغې سیالۍ کې د اردو ټیم د املبلاد ټیم ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه او د سل بستریز ټيم د کوهشان فوټبال ټیم ته ۴ د ۳ پر وړاندې ماتې ورکړه.

ښاغلی عثماني وايي:

"دغه سیالۍ ممکن دوه اوونۍ دوام وکړي او دا سیالۍ د بلخ د فوټبال فدراسیون او ورزشي امریت له‎خوا جوړې شوي دي."

دغه سیالۍ په بلخ ولایت کې د فوټبال ټیم ته د ۱۲ کلونو منتخب ټیم ته د لوبغاړو معرفي کولو په هدف جوړې شوې دي چې دوه اوونۍ دوام کوي.

XS
SM
MD
LG