د لاسرسي لېنکونه

د فراه والي وایي، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پيلېدو راهیسي په دغه ولایت کې د وسله‌والو ۴۶ حملې شنډې شوې دي.

محمد اصف ننګ نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه جګړه د طالبانو نه بلکې د استخباراتي کړیو له‌خوا رهبري کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"معلومه ده چې موږ د جګړې ماهیت او تر سره شویو فعالیتونو ته په کتو دا قضاوت کولای شو چې د دې تر شا طالب نه بلکې استخباراتي شبکې دي، باالفعل پاکستانیان ووژل شول."

ښاغلی ننګ وایي، په وروستۍ جګړه کې هېڅ سیمه یا ولسوالۍ د وسله‌والو لاس ته نه‌ده لوېدلې.

په ورته وخت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان محی‌الدین غوري یادې غونډې ته وویل چې د فراه په وروستۍ جګړه کې ۲۹۰ وسله‌وال وژل شوي او ۲۴۰ ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG