د لاسرسي لېنکونه

د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان وایي، له کډوالو سره د نړیوالو مرستې کمې شوې دي.

نوموړي نن د کډوالۍ په تړاو یوه سیمینار ته د وینا پر مهال وویل چې کډوالو ته باید پاملرنه زیاته شي ځکه د ده په خبره هېڅ‌څوک په خپله خوښه هجرت نه‌کوي.

ښاغلی محمد خان وايي:

"خلک که ابتدایي ژوند هم ولري، په خپل شوق کور نه‌پرېږدي، بناً نړیواله ټولنه څرنګه کولای شي چې له لومړي سره د مهاجرتونو مخه ونیسي."

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان ته د زرګونه کډوالو له راستنېدو سره سره دا مهال په میلیونونه افغانان په ایران او پاکستان کې اوسېږي او دوه نیم لکه یوازې د تېر میلادي کال په ترڅ کې اروپا ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG