د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

خپلواک: د افغان چارواکو غونډه کې د کندهار امنیت ښه وارزول شو


د افغانستان دفاع وزیر، د ملي امنیت لوی رئیس او د قاطع ملاتړ عمومي قوماندان د دوشنبې په ورځ کندهار کې د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف غونډه وکړه.

دغه غونډه چې د مطبوعاتو له ګډون پرته د کندهار د ۲۰۵م اتل قول اردو په قوماندانۍ کې جوړه شوې وه هدف‌يې د امنيتي وضعيت ارزول او د يو شمېر امنيتي مسؤلينو او قومي مشرانو سره ليدل وو.

د کندهار د والي ویاند صميم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د ملي دفاع وزير ډګر جنرال عبدالله حبيبي، د ملي امنيت عمومي رئيس محمد معصوم ستانکزي او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن سپارښتنه دا وه چې په جنوبي ولایتونو په ځانګړي ډول ارزګان او هلمند کې د روانو جګړو د مخنيوي او د وسله‎والو د بريدونو د دفعې لپاره د امنيتي مسؤلينو تر منځ همغږي ډېره شي او د وسله‎والو د ځپلو هر اړخیز پلانونه دې جوړ شي.

د خپلواک په خبره په غونډه کې د کندهار امنیتي وضعیت ښه وارزول شو.

د نوموړي په وینا راغلو مقاماتو د امنيتي دستګاه د پياوړتیا ژمنه ورکړه او د ولسي خلکو د همکارۍ غوښتنه‌يې وکړه.

ښاغلی خپلواک وايي:

"د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د کندهار ولايت امنيتي وضعيت د هېواد د نورو ولايتونو په نسبت ښه وباله او ترڅنګ‌يې په دې ولايت کې د ټولو امنيتي ځواکونو تر منځ د بشپړې همغږۍ او هماهنګۍ يادونه وکړه."

د کندهار ولایتي مسؤلين وایي، غونډه کې د پوځي عملياتو د پيل خبره نه‎ده شوې، خو پر پوځي چمتووالي زيات ټينګار شوی.

کندهار ته پر داسې مهال لوړپوړي امنيتي چارواکي سفر کوي چې همدا اوس د جنوب په دوو ولایتونو، ارزګان او هلمند کې درنه جګړه روانه ده.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG