د لاسرسي لېنکونه

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې د ترکیې حکومت باید په موصل کې د داعش پر ضد په پوځي عملیاتو کې د ګډون لپاره له عراقه اجازه واخلي.

روحاني پرون دوشنبه په وینا کې وویل چې له عراقي چارواکو سره له هماهنګۍ پرته دې عملیاتو ته د ترکیې ورګډېدل خطرناک ګڼي.

حسن روحاني زیاته کړه:

"موږ د ترورېزم پر ضد د مبارزې په پلمه، له کوربه هېواد سره له هماهنګۍ پرته د بهرنیو دولتونو لاسوهنې ډېرې خطرناکې ګڼو. اوس لیدل کېږي چې یو هېواد له خپلو زرهي، هوايي او ځمکنیو قواوو کار واخلي."

رپوټونه وايي چې د عراق صدراعظم حیدر العبادي له ترکیې غوښتنه کړې چې په موصل کې د داعش پر ضد له عملیاتو ځان لیرې کړي خو انقرې دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې په موصل کې په عملیاتو کې ګدون کوي.

XS
SM
MD
LG