د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ خپل روسي سیال سیرګي لاوروف ته ویلي چې دی د سوریې په حلب ښار کې د جګړو د بیا پیل له کبله اندېښمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې کري او لاوروف په ټیلیفوني خبرو کې د سوریې د وضعیت په اړه بحث وکړ او موافقه‌یې وکړه چې د څو هېوادو کارپوهان به په ژنیو کې په خپله غونډه کې د حلب د بحران لپاره د یوې حل لارې د موندلو په مقصد خبرو ته دوام ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې خبرو کې لاوروف کري ته وویل چې امریکا باید له ترورېستي ډلو څخه د منځلارو ډلو د بېلولو په برخه کې خپل مکلفیت ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG