د لاسرسي لېنکونه

د پاکستان پولیس وايي چې چارسده کې د استخباراتو یو مأمور اکبر علي پرون دوشنبه د ناڅرګندو وسله‎والو کسانو په حمله کې ووژل شو.

د سیمه‌ییزو پولیسو یوه مأمور خالد خان ویلي چې حمله کوونکی په موټر سایکل سپور و او د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

د خالد خان په وینا، د استخباراتو مأمور اکبر علي پېښور کې د خپل کار ځای ته په لاره کې ویشتل شوی دی.

پاکستاني طالبانو د حملې مسؤلیت منلی او د هغوی یوه ویاند محمد خراساني ویلي چې وسله‎والې د استخباراتو د دې مأمور تر وژلو وروسته، خپل مرکز ستانه شوي دي.

دا نه‎ده څرګنده شوې چې پاکستاني طالبانو ولې دا سړی وژلی دی.

XS
SM
MD
LG