د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار چارواکي وايي، د یکشنبې او دوشنبې په ورځو لږ تر لږه زر کډوالې کورنۍ له پاکستانه ورسېدلې دي.

د دې ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر ګړندی شوی او په ننګرهار کې یې د ځای پر ځای کولو امکانات محدود دي.

عطالله خوګیاڼی زیاتوي:

"یوه لویه ستونزه د ننګرهار لپاره دا ده چې زیات د نورو ولایتونو خلک دي خو اکثر دلته مېشت کېږي او موږ یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي یو لکه د دوی روغتیا، استوګنې ځای او د ماشومانو د ښوونځیو پیدا کول. خو موږ له مرستندویه ادارو سره اړیکې لرو او هغه امکانات چې موږ يې لرو ورسره شریکوو يې."

هغه زیاته کړه چې په وروستیو څو میاشتو کې نېږدې ۶۵ زره کورنۍ له پاکستانه دې ولایت ته ستنې شوې او لږ تر لږه ۴۵ زره کورنۍ د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې مېشتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG