د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

امریکا له افغان حکومت سره د ۷۹۱ میلیونه ډالرو مرسته وکړه


د امریکا متحده ایالاتو له افغان حکومت سره په بروکسل کې د شویو ژمنو د عملي کېدو په هدف د نېږدې اته سوه میلیونو ډالرو په ارزښت یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.

مالیې وزارت وايي، د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا دغه ۷۹۱ میلیونه مرسته شوي ډالر به د ستراتیژیکو اهدافو، لکه اقتصادي په ځانګړي ډول خصوصي، د ښې حکومتوالۍ، پوهنې، لوړو زده‌کړو او روغتیا په برخه کې ولګول شي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د دوشنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغو پیسو نېږدې پنځوس سلنه‌یې د ملي بودجې له لارې په بېلابېلو برخو کې لګول کېږي.

حکیمي: دغه ۷۹۱ میلیونه مرسته شوې پیسې به په څلورو برخو کې مصرف شي.
حکیمي: دغه ۷۹۱ میلیونه مرسته شوې پیسې به په څلورو برخو کې مصرف شي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه ۷۹۱ میلیونه مرسته شوي ډالر به په څلورو برخو کې مصرف شي، نېږدې پنځوس په سلو کې به د افغان حکومت د بودجې له لارې چې اختیاري مرستې به وي مصرفېږي او یوه برخه نورې به د نړیوالو مؤسساتو له لارې چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې سره قراردادونه لري مصرف شي."

ښاغلی حکیمي وايي، دغه پیسې او له دې وروسته نورې ټولې مرستې به د افغان حکومت د متقابل ځواب ورکونې له مخې چې له نړیوالې ټولنې د افغان حکومت غوښتنه وه مصرف شي.

اداري اصلاحاتو، د کورنیو عوایدو د کچې لوړوالی، په ځان د بسیاینې خوا ته تګ او د ښځو د حقونو ټینګښت هغه موارد دي چې افغان حکومت‌یې په اړه بروکسل کې له نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړي.

د افغانستان په اړه د بروکسل غونډه د روانې میلادي میاشتې په څلورمه او پنځمه د بلجیم پلازمېنه کې جوړه شوه چې نړیوالې ټولنې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې له افغانستان سره د ۱۵،۲ میلیارده ډالرو د مرستو ژمنه وکړه.

په ورته وخت کې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې استازي «هربریت سمېت» د ۷۹۱ میلیونه ډالرو د مرستې د تفاهم‌لیک د لاسلیک پر مهال وویل چې دغه پیسې په بروکسل کنفرانس کې د امریکا د ژمنو یوه برخه وه.

د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې استازی هربریت سمېت
د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې استازی هربریت سمېت

نوموړي زیاته کړه:

"تفاهم‌لیک چې ژر به‌یې لاسلیک کړو، د هغو ژمنو یوه برخه ده چې د بروکسل په غونډه کې یې وعده شوې دا له افغانستان سره د امریکا د ملاتړ ښکارندوی دی."

ښاغلی سمېت وايي، افغان رهبران د خپلې راتلونکې لپاره سره یو دي او امریکايي چارواکي له دوی سره په ګډه د یوه پر ځان متکي افغانستان لپاره کار کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزارت د دغو مرستو د شفاف مصرف ډاډ ورکوي وايي چې دوی به د هغو پنځوس سلنه مرستو چې د ملي بودجې له لارې مصرفېږي ځواب ورکوونکي وي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG