د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د افغانستان له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې هيله څرګنده کړې چې د بروکسل په کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې ژمنې به په دې هېواد کې د سولې او ثبات له ټينګېدو سره مرسته وکړي.

اجرائیه ریاست نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تدامیچي یاماموتو دا خبرې نن له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د خبرو پر مهال کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په‎ دې ناسته کې همدارنګه د افغانستان د وروستیو امنیتي تحولاتو او د سولې د مذاکراتو په اړه هم خبرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG