د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۲۷ سوداګر او پانګوال یا یې د کورنۍ غړي اختطاف شوي او یا وژل شوي دي.

د دغې خونې د رسنیو برخې مسؤل صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې سره سره چې بهرني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي، خو امنیتي ستونزې د دې لامل شوي چې حتی کورني سوداګر په هېواد کې دننه پانګونه ونه‌کړي.

هغه زیاته کړه:

"یوازې په دا تېرې میزان میاشت کې شاوخوا ۲۷ تنه پانګوال او صنعت کاران یا اختطاف شوي یا وژل شوي او یا هم ګواښل شوي دي."

ښاغلی پسرلي وایي چې امنیتي ستونزې په هېواد کې د بهرنیو او کورنیو سوداګرو لپاره یو لوی ګواښ دی.

XS
SM
MD
LG