د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د مالیې وزیر وایي، تر راتلونکو درېیو اوونیو پورې به داسې یوه طرحه چمتو شي چې له مخې به‌یې په سرحدونو کې د غیرقانوني پیسو د راټولو مخه ونیول شي.

اکلیل حکیمي نن له افغانستان سره د امریکا د پراختیایي ادارې د مرستې د یوه تفاهم‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې دا طرحه د بین‌الوزارتي کمېټې له‌خوا چمتو کېږي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې یو شمېر سوداګر او ټرانسپورټي شرکتونه په سرحدونو کې له اخاذیو شکایت کړی.

XS
SM
MD
LG