د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

روحاني د امریکا انتخاباتو کې یو کاندید بد او بل بدتر یاد کړ


د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له یو کاندید سره هم علاقه نه‎لري.

روحاني دا انتخابات د بد او بدتر تر منځ انتخاب بللی دی.

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډموکراټ ګوند کاندیده هېلري کلېنټن له جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ سره مخ ده.

روحاني پرون د ایران په مرکزي سیمه اراک کې په یوه وینا کې وویل، په ملګرو ملتونو کې د یو هېواد مشر ورڅخه وپوښتل چې کوم کاندید ته ترجېح ورکوي.

د ده ځواب ورته دا و چې ایا پر بد بدتر ته ترجیح ورکړي او که پر بدتر بد ته؟

د ایران ولسمشر همداراز وویل، هغه څه حیران کړی چې نوموړي د هېلري کلېنټن او ټرمپ تر منځ "د یو بل سپکاوي او پر یو بل تورونه پورې کول" بللي دي.

ولسمشر حسن روحاني
ولسمشر حسن روحاني

حسن روحاني ویلي، امریکا کې چې وايي، دوه سوه کاله ډموکراسي یې تېره کړې اخلاق وجود نه‎لري.

روحاني د ایران هغه ولسمشر دی چې هڅه‌یې وکړه د تهران اټمي پروګرام په اړه له لوېدیځ سره د یوې موافقې پر لاسلیکولو اړیکې ښې کړي.

د امریکا جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي، که ولسمشر شي له ایران سره به دا موافقه لغوه کړي.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای یې په ځواب کې ویلي که دا خبره وي نو دا به دې موافقې ته په خوشالۍ اور واچوي.

XS
SM
MD
LG