د لاسرسي لېنکونه

د ګُرجستان په پایتخت تیبلیسي کې یو وسله‎وال کس د ناټو د پوځي روزنې د یو مرکز مخې ته ووژل شو.

د ګُرجستان د دفاع وزارت پرون یکشنبه په یو بیان کې وویل چې بریدکوونکو چې لږ تر لږه یو یې وسله‎وال و هڅه کوله چې له تیبلیسي بهر د ناټو–ګُرجستان د روزنې او ارزیابۍ مرکز شریک ته ننوځي.

بریدګرو د (کرڅانیسي) په پوځي تأسیساتو کې د دې مرکز پر یو امنیتي ساتونکي برید وکړ.

یو سرتېري د پېښې په صحنه کې له بریدګرو یو تن وژلی دی.

دا چې نور بریدګر څه شول په اړه‌یې معلومات نه‎دي ورکړل شوي.

څېړونکي وايي، د بریدکوونکو انګېزه روښانه نه‎ده.

د ناټو او ګُرجستان د شریکې روزنې او ارزیابۍ دا مرکز د ۲۰۱۵ میلادي کال په اګسټ کې پرانیستل شو.

ناټو وايي، دا مرکز د ګُرجستان او ناټو سرتېرو ته د روزنې پرمختللي امکانات برابروي.

XS
SM
MD
LG