د لاسرسي لېنکونه

د روسيې پوليسو دوه کسان په دې شک وژلي چې په خپل موټر کې يې منفجره مواد لېږدول.

درېيم مشکوک کس توقيف شوى دى.

د روسيې رسنيو د راپور له مخې د دغو مشکوکو کسانو او پوليسو تر منځ په نېژني نوفګورود سيمه کې ډزې هم تبادله شوې دي.

دغه ښار د مسکو د ختيځ په ٤٠٠ کېلو مترۍ کې پروت دى.

په دغو راپورونو کې ويل شوي، ډزې هغه وخت پيل شوې چې پوليسو د دغو کسانو د موټر د درولو امر وکړ.

د تاس خبري اژانس په حواله له دغه موټر څخه منفجره مواد ترلاسه شوي دي.

يوې سرچينې دغه اژانس ته ويلي چې په پېښه کې دوه مشکوک کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG