د لاسرسي لېنکونه

د فرانسې چارواکي په پام کې لري، نن د دغه هېواد په شمال کې د کالايس ښار د کډوالو يو بدنامه کمپ چې په جنګل مشهور دى، تصفيه کړي.

له اوږدې مودې راهيسې دغه مؤقتي کمپ په اروپا کې د کډوالو د بحران يوه سرچينه ګڼل کېږي.

ويل کېږي په دغه کمپ کې د افريقا، منځني ختيځ، منځنۍ اسيا شپږنيم زره پناه غوښتونکي دېره دي.

د سوډان يوه کډوال ابراهيم د چين مرکزي ټلوېزيون ته وويل:

"زه نه‌غواړم بل ځاى لاړ شم، زه به په جنګل نومې کمپ کې يم که هرڅه پېښېدل. که دوى دا کمپ وران هم کړي، زه به دلته يم. زه بې‌کوره يم خو ناهيلى نه‌يم، ځکه زه پوهېږم چې څه کوم. زه پوهېږم يوه ورځ به وتوانېږم چې کاناډا ته لاړ شم."

د فرانسې يوې محکمې تېره اوونۍ د دغه کمپ د تخليې پلانونه تصويب کړل.

له دغو عملياتو سره چې يوه اوونۍ به دوام کوي، د مرستې لپاره څه باندې دوولس سوه پوليس ګمارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG