د یکشنبې په ورځ د خوست لسګونو قومي مشرانو، مدني فعالانو، روڼ اندو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې خوست کې د "اقتصادي-ټولنیزې او ډموګرافيکي سروې" د بندېدو له کبله د احصائيې د مرکزي ادارې پر پرېکړې نیوکې وکړې او غوښتنهيې وکړه چې یاده سروې دې ژر تر ژره بېرته پیل شي.
ویناوالو ویل، خوست په اوسني وخت کې د افغانستان د امن لرونکو سیمو څخه حسابېږي، خو له دې کبله چې د وګړو کره شمېرهيې نهده معلومه، نو دوی په هره برخه کې د خپلو قانوني حقونو بېبرخې پاتې شوي دي.
هغوی زیاتوله د یادې سروې کارکوونکي حاضر دي چې له معاش او مادي امتیاز پرته دا پروسه بشپړه کړي، بل لوري ته قومي مخورو بیا د سروې کوونکو د امنیت په خوندیتوب کې د همکارۍ یادونه وکړه.
مدني فعال سلطان محمود خیرخواه ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې خوست ډاډمن امنیت لري، خلکيې همکاره دي، خو بیا هم د سروې د بندېدو په لاملونو نهپوهېږي.
خیرخواه وايي:
"موږ خوستوال په کلکه د مرکزي حکومت او مرکزي احصائيې په کلکه غوښتنه کوو چې دلته ډاډمن امنیت دی، نو ولې يې د سروې چارې درولي، نو موږ ورڅخه جدي غوښتنه کوو چې دا پروسه دې نهځنډوي، دلته امنیت او ورورولي موجوده ده."
د متون سیمې یو تن قومي مشر حاجي شریفالله وویل، که د سروې په بیا پیلېدو کې ځنډ واقع شي، نو ممکن خلک په دې برخه کې عکسالعمل ته اړ شي.
دی وايي:
"د افغانستان په کچه خوست کې د سروې لپاره شرایط برابر دي، که په دې کې ځنډ پېښ شي ممکنه ده چې عالمان، ځوانان، مشران او نور ټول راووځي یو هرج و مرج په مقابل کې پیدا شي، بهتره خبره به دا وي چې دلته موانع نهشته او دا مسئله دې نور خلک په خوست پسې نهمربوطوي."
قومي مشر حفیظ الله جان ګربز وویل، خلک او قومونه د سروې کوونکو ټیمونو امنیت تضمینوي او سروې کوونکي چې په کوم ځای کې د ناامنۍ احساس وکړي، نو قومي خلک به د امنیت لپاره د دوی په څنګ کې وي.
حفیظالله جان زیاته کړه:
"که خامخا ادارهيې له پیسو کمزورې وي، نو خوست خلک په خپله په دې سروې پیسې مصرفوي، که دوی هر کلي او ولسوالۍ ته تګ غواړي امنیت يې زموږ په ذمه دی، په ډاډمن امنیت کې به موږ دوی بیایو."
خوست کې د اقتصادي-ټولنیزې او ډیموګرافیکي سرورې یو تن کارکوونکي محمد جلال حقیقت ځدراڼ وايي چې دوی سره د سروې په ټولو بهیرونو کې د خلکو پوره همکاري وه.
د ده په وینا د مرکز په درېیو واحدونو همدارنګه اسماعیلخېلو او مندوزیو، نادرشاه کوټ، شمل دومنده، تڼیو او ترېزیو ولسوالیو کې دا سروې ۹۵ سلنه بشپړه شوې وه او یوازې دوه ورځې کار تهيې اړتیا درلوده.
همدارنګه په سپېره، ځاځي میدان، قلندر، موسیخېلو، باک، ګربزو او صبریو ولسوالیو کې هم په دې وروستیو ورځو کې یاده سروې پیل شوې وه چې هلته هم دا بهیر ډېر په ښه ډول روان وو.
محمد جلال حقیقت ځدراڼ زیاته کړه:
"خلکو موږ سره ډېره مرسته کوله، ډوډۍ يې راکولې، د مرکې په کولو د ارقامو په مالومولو کې يې ډېرې مرستې کولې، نو د مرکزي احصائيې دغه ادعا چې ګویا په خوست کې امنیت نهشته، یا فنډ نهشته یا ډونر پیسې نهراکوي، دا ټولې بېدلیله خبرې دي، ځکه تر هرې برنامې مخکې د هغې لګښتونه سنجول کېږي او وروسته برنامه پیلېږي."
دیني عالم مولوي عبدالقدوس د دې سروې د ګټو او اهمیت په تړاو وايي:
"که سمه سروې وشوه او احصائیه معلومه شوه، نو زموږ د ولایتي شورا او وکیلانو تعداد به اضافه کېږي، د ملکي او پوځي تشکیلاتو په برخه کې به زیاتوالی راځي، حاجیانو تعداد به مو زیاتېږي، خدمات به زیاتېږي."
د غونډې په پای کې د ګډونوالو لهخوا یو پنځه مادهییز پرېکړهلیک صادر شو چې په هغه کې د احصائيې له مرکزي دفتره په کلکه غوښتنه شوې وه چې په دې برخه کې هېڅ ډول سیاسي موضوع د خوستوالو لپاره د منلو وړ نهده.
په پرېکړهلیک کې زیاته شوې، د روانې سروې په مخکې هېڅ ډول امنیتي ستونزې وجود نهلري، که تمویلونکي یا مرکزي اداره د امنیت په اړه تشویش لري، خوستي ولسونه اماده دي چې د دې سروې د ښه ترسره کېدو په خاطر په رضا کارانه شکل په ټولو ولسوالیو کې د سروې کوونکو امنیت وساتي.
راپور: نجیبالله الوخېل