د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

ګردېز مظاهره‌چیان: له ۱۵کلونو راهیسې مو سړک نه دی پوخ شوی


د پکتيا ولایت مرکز ګردېز يو شمېر اوسېدونکو په دې خاطر مظاهره کړې چې وايي، سره له ژمنو يې په تېرو پينځلسو کلونو کې سړک نه دی پوخ شوی او هر کال په تېرېدو له دوی سره ژمنه کېږي چې سړک به يې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.

د مظاهرې څو تنه ګډونوال وايي:

"موږ دا پينځلس کاله کېږي چې منتظر يو په نن سبا کې راته وايي چې سړک مو پخېږي، خو تر اوسه نه‎دی پوخ شوی او هره ورځ له ګردونو لېوني يو زرګونه موټر له دې لارې تېريږي ان تر پکتيکا دا لار غځېدلې، خو جوړېږي نه، اوس مو يوازې دا لار تړلې سبا که موږ سره حکومت د سړک پخېدل ونه مني ان د خوست او ګردېز لار به بنده کړو او مظاهرې به مو دوام ولري.

مظاهره چیان
مظاهره چیان

-دا ډېر کلونه راسره ژمنه کېږي چې سړک جوړېږي، خو لا هم نه جوړيږي هسې په موږ باندې وخت تېروي او په دغه هغه مو غلطوي چې دا کار ونه شي انشاالله زموږ مظاهرې به دوام لري."

دغه مظاهره‎چيان وايي، تر هغو چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوې مظاهره به يې دوام ولري او په خبره يې د دوی مظاهره د سيمې خلکو د مشکلاتو پورته او غږ پورته کېدو پر اساس ده، د مظاهرې يو سمبالونکي سيد رقيم شاه کريمي وويل:

"موږ ټولو خېلونو او کلیو چې د دې لارې پر سر کلي کورونه لري او د راشه درشې لار يې يوازې همدغه لار ده، مظاهره کړې او په ټولو شريک مو دا کار کړی دی چې مظاهره وکړو، ځکه حکومت موږ سره يوازې ژمنې کړې دي او زموږ غږ يې نه دی اورېدلی، که زموږ غږ وانه وري، موږ به مظاهرو ته دوام ورکړو او خپل حق به واخلو."

د مظاهره‎چيانو په خبره چې که داځل يې هم حکومت غږ وانه وري او د سړک د پخېدو چارې يې ترسره نه شي، دوی به د خوست ګردېز ترمنځ غځېدلې لويه لار په بشپړ ډول وتړي.

د پکتيا ولايت د فوايدعامې رئيس عبدالله دُرانی وايي چې دوی سږ کال د ناامنۍ له وجې ونه شول کولای دغه سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي، خو په خبره يې په راتلونکي لمريز کال کې به يې د جوړېدو چارې پيل او په اساسي ډول به يې کارونه بشپړ کړي.

XS
SM
MD
LG