د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

د ملي یووالي حکومت مشرانو څخه د مشرانو جرګې غوښتنې


د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ د سیاسي اختلافانو دوام د مشرانو جرګې د یو شمېر غړو اندېښنه راپارولې ده.

د دغې جرګې غړو د یکشنبې د ورځې عمومي جلسې کې وویل، که د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه حل نه‎شي دا به ناوړې پایلې ولري.

سناتور سید صفی الله هاشمي په‎دې اړه وویل:

"په خواشینۍ سره چې په‎دې ورځو کې یو ځلي بیا د حکومت د دوو رهبرانو ترمنځ د اختلافاتو خبرې راپورته کېږي، یو ځلي بیا غواړو چې دغه اختلافات حل شي، موږ په‎دې ورځو کې ځیني خبرې اورو چې لا هم د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات نه‎دي حل شوي او دغه اختلافات په خپل قوت روان دي، زموږ هیله مندي دا ده چې یاد اختلافات حل شي ځکه چې دا اختلافات د خلکو له برخلیک سره لوبه کوي او افغانانو ته به ناوړې پایلې ولري."

په ورته وخت کې سناتور محمد حنیف حنفي بیا د ارزګان په ګډون د یو شمېر ولایتونو ناامنیو ته په اشارې سره وویل چې د حکومت رهبران باید سره یو شي او خپلو اختلافانو ته د پای ټکی کېږدي.

ښاغلی حنفي وايي:

"که په هېواد کې ناامنۍ په همداسې شدت روان وي دا د ملي وحدت حکومت د سقوط په معنی ده، دلته دوی سره نه جوړېږي او اختلاف لري هلته ډېر بد وضعیت دی، د ارزګان بچیان هره ورځ په اور کې سوزي."

سره له دې چې تر دې وړاندې د ملي وحدت حکومت رهبرانو د یو شمېر سیاسي اختلافاتو د حل لپاره بېلابېلې ناستې درلودې خو لا هم ویل کېږي چې له نېږدې دوو میاشتو راهیسې د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ دغه اختلافونه روان دي.

د ارګ او سپېدار ماڼیو تر منځ اختلافونه هغه مهال زیات شول چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څه موده وړاندې پر ولسمشر غني انتقاد وکړ او ویې ‌ویل چې په کارونو کې له ده سره سلا مشوره نه ‎کوي.

خو تر هغې ورسته د دوی تر منځ تر څو ځلي ناستو او خبرو ورسته د حکومت اجرائیه رئیس د یکشنبې په ورځ په یوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې په حکومت کې د یو شمېر شته مسائلو د حل لپاره خبرې روانې دي.

نوموړي په‎دې ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې داسې وویل:

"انشاالله کافي موقع به ولرو چې د مسائلو د بېلابېلو اړخونو په اړه بحث وکړو او هغه مسائل چې د ملي وحدت حکومت د رهبرانو ترمنځ دي موږ له ولسمشر سره خبرې او دا خبرې روانې دي زه یوازې په همدومره خبرې بسنه کوم."

مینه پال: افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس په ملي مسائلو ګډ دریځ لري
مینه پال: افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس په ملي مسائلو ګډ دریځ لري

له بلې خوا د افغانستان جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال د یکشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس په ملي مسائلو ګډ دریځ لري خو په وینا یې چې په ډیمکراټیکو نظامونو کې د نظرونو توپیر موجود وي.

د مشرانو جرګې غړي وایي، د ملي یووالي حکومت مشران دې د سیاسي ناندرو پر ځای په یووالي او تفاهم سره شته هېوادنۍ ستونزې هوارې او له پراختیا څخه دې مخنیوی وکړي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG