د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

عظیمي: د نشه يي توکو کښت او تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی


د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې وازرت وايي، په روان لمریز کال کې د مخدره موادو په کښت کې د تېرکال په پرتله ۱۰ سلنه او په تولید کې یې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه وزارت د مسؤلنیو د معلوماتو له مخې په روان کال کې په څه د پاسه ۲۰۰ زره هکټار ځمکه کې کوکنار کرل شوي او ۴۸۰۰ متریک ټنه نشه يې توکې تولید شوي دي.

د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وزیرې سلامت عظیمي د يکشنبې په ورځ په کابل کې د دوی له‎خوا د شوې سروې د اعلان پرمهال وویل چې د مخدره موادو کښت او قاچاق يوه نړيواله ستونزه ده او باید ورسره په ګډه مبارزه وشي.

د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وزیرې سلامت عظیمي
د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وزیرې سلامت عظیمي

مېرمن عظیمي زیاته کړه:

"مخدره مواد يوه سیمه ییزه او نړېواله پدیده ده او د دغه ناوړې پدېدې سره مبارزه سیمه ییزو او نړيوالو هڅو ته اړتیا لري،نو په دې اساس موږ د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د مخدره موادو د له‎منځه وړلو لپاره زموږ سره هر اړخېزې همکارۍ وکړي."

اغلې عظیمي وايي، کوکنار او نور نشه‎يي بوټي تر ډېره د افغانستان په جنوب، ختیځ او لوېدیځ کې، کومې سیمې چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي، کرل شوي.

بل‎خوا په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر نه یوازې په نړیواله کچه بلکې په افغانستان کې هم ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د سروې له مخې په افغانستان کې پر مخدرو موادو د روږدو کسانو شمېر له درېیو میلیونو اوړي چې ښځې او ماشومان هم په‎کې شامل دي.

باز محمد احمدي وايي چې د نشه يي توکو په وړاندې يې مبارزه بریالۍ ده
باز محمد احمدي وايي چې د نشه يي توکو په وړاندې يې مبارزه بریالۍ ده

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‎يي توکو پر ضد د مبارزې معین باز محمد احمدي وايي چې د نشه يي توکو په وړاندې يې مبارزه بریالۍ ده او په تېرو اوو میاشتو کې يې ۱۲۶۳ لوی او واړه عملیاتونه ترسره کړي چې پایله کې یې ۱۴۰۸ تنه قاچاقبران نیولي دي.

خو د چارو یو شمېر شنونکې بیا د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د سالمې حکومتوالۍ په شتون ټینګار کوي.

د چارو شنونکی محمد ابراهیم ازهر وايي،که په هېواد کې سالمه حکومتولي رامنځته شي او د مخدره موادو د قاچاقبرانو او مافیايي ډلو سره قانوني چلند وشي نو د کوکنار په کښت او د مخدرو موادو په تولید کې به کموالی راشي.

د چارو شنونکی محمد ابراهیم ازهر
د چارو شنونکی محمد ابراهیم ازهر

ښاغلی ازهر زیاتوي:

"څو چې په افغانستان کې سالمه حکومت داري رامنځته نه‎شي، پروژې په سمه توګه پلي نه‎شي او همدا شان قانون په ټولو په سمه توګه عملي نه‎شي نو کوکنار او مخدره مواد به په افغانستان کې وي."

افغانستان کې د مخدرو موادو پر وړاندې مبارزه څه نوې خبره نه ده، بلکې راپورونه ښيي چې له کلونو کلونو هڅو با وجود حکومتونه د نشه‎يي توکو د کر، قاچاق او استعمال د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلي چې د دوی په وینا مهم لامل یې ناامني او په دغه برخه کې د نړیوالې مافیا ښکېلتیا ده.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG