د لاسرسي لېنکونه

د کندهار د ملي امنیت ریاست وايي، کندهار ولایت کې یې پنځه کسه د ورانکارو فعالیتونو په تړاو نیولي دي.

د کندهار د ملي امنیت له ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې يادو۵ تنو د کندهار په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو وسله‎وال بريدونه کول او د کندهار-ارزګان پر لويه لار يې امنيتي ځواکونو ته کمينونه نيول.

د اعلامې له مخې یادو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړی خو هویت به یې د محکمې تر پریکړې پټ وي.

وسله‎والو مخالفیونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG