د لاسرسي لېنکونه

د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال وايي، د جنګونو له کبله ټولو بې ځایه شویو کورنیو ته مرستې نه‎دي رسیدلي.

انجنیرمحمد خان وايي، د ده د معلوماتو له مخې په ۱۱ ولایتونو کې بې ځایه شویو زرګونو کورنیو ته په هغه شکل چې لازمه ده مرستې نه دي رسیدلی.

"فقد په اختصار ویلای شم چې له بده‎ مرغه تراوسه پورې هم زیانمنو او بې ځایه شویو کورنیو ته مرستې نه‎دي رسیدلي."

د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال په داسې حال کې د جګړو له کبله د بې ځایه شویو او زیانمنو کورنیو ته د مرستو د نه رسېدو خبره کوي چې وړاندې اجرائیه رئیس د وزیرانو شورا په غونډه کې ژمنه کړې وه چې حکومت به په دې برخه کې خپلې هېڅ ډول هڅې ونه‎سپموي.

XS
SM
MD
LG