د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلان هېواد ته د غیرقانوني قاچاقي توکو د وارداتو په برخه کې اندیښنه لري.

د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې هره ورځ د افغانستان له سرحدونو څخه غیرقانوني خوراکي توکي لکه بوره او غوړي د هېواد بازارنو ته داخلېږي.

ښاغلی الکوزي وايي چې افغان امنیتي سرحدي ځواکونه باید دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.

د ښاغلي الکوزي په وینا د پکتیا، ننګرهار، خوست نیمروز او ځیني نورو ولایتونو له سرحدونو څخه په غیرقانوني توګه خوراکي مواد افغانستان ته راوردېږي.

XS
SM
MD
LG