د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

سامع: ناامنیو شمال کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی


په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون چارواکي د ناامنیو له امله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي.

شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع وايي چې بلخ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو کې د ناامنیو له امله د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ۱۵ سلنه زیات شوی دی.

ښاغلی سامع وايي چې اکثرآ په دې تاوتریخوالو کې د ښځو وهل ټکول، زندۍ، پر هغوی د جنسي تېري پېښې، په جبر او واړه سن د نجونو د ودونه پېښې شامل دي.

شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع
شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع

سید محمد سامع یې په اړه وايي:

"ناامني زیاته شوې، متأسفانه په همدې پیمانه د ښځو د حقونو په برخه فعالیت هم کم شوی دی او د تېر کال د عین مودې په پرتله اوس مهال شمال زون کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او موږ د تاوتریخوالي ۳۸۱ پېښې ثبت کړي. "

په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مسئولان وايي چې دوی د ناامنیو له امله د جوزجان او سرپل ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې نه‎دي توانېدلي څو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ثبت ته ورسوي.

هاخوا بیا بلخ کې د ښځو د حقونو مدافعان وايي چې د ناامنۍ سربېره د ښځو حقوقي وضعیت ته د دولت بې پامي هم سبب شوې چې د هغوی په وړاندې ټولنه کې تاوتریخوالی زیات شي.

بلخ کې حقوق پوه او د ښځو د حقونو فعاله مارینا حبیب په دې باور ده چې په ټولنه کې د فقر او بې کارۍ زیاتوالی همدارنګه د عدلي او قضایي ارګانونو له‎خوا د خشونت پېښو ته په موقع نه رسېده‎ګي هم سبب شوې چې د ښځو په وړاندې زور زیاتی زیات شي او دوی له‎خپلو حقونو څخه محرومې شي.

د ښځو د حقونو دا فعاله زیاتوي چې په هغه سیمو ډېری د مېرمنو په وړاندې تشدد ترسره کیږي چېرې چې دوی په کې سواد ته لاس رسی نه‎لري او د خپلو حقونو په برخه ورته پوهاوی نه‎دی ترسره شوی.

مارینا حبیب د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د زیاتېدو د عواملو په اړه داسې وايي:

"د تاوتریخوالی د زیاتېدو اساسي علت او عوامل لومړی د بنیادي کارونو نه ترسره کېدل دي، بیا په ټولنه کې فقر زیاتوالی دی او همدارنګه د عدلی او قضايي ارګانونو له‎خوا د تاوتریخوالو پېښو په موقع رسیده‎ګي نه ترسره کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې سرپل ولایت کې د ښځو چارو ریاست مشره نسیمه ارزو هم شکایت کوي چې د ښځو په وړاندې د عدلي او قضاي ارګانونو له‎خوا دوسیو ته نه رسیدګي سبب شوې چې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG