د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

کارپوهان: پاکستان نه پریږدي چې نور هېوادونه طالبانو ته نېږدې شي


که څه هم په دې ورستیو کې د روسیې او ایران سره د طالبانو د نېږدېوالي په اړه یو شمېر راپورونه خپاره شوي دي خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي کارپوهان وايي چې پاکستان په هر حال کې هڅه کوي چې وسله‎وال طالبان تر خپل کنټرول لاندې ولري.

دوی په افغانستان کې د طالبانو او داعش مخالفتونو ته په اشارې سره وايي، د سیمې یو شمېر هېوادونه غواړي چې طالبانو ته نېږدې او د داعش ډلې د پراختیا مخنیوی وکړي.خو د دوی په وینا پاکستان کله هم حاضر نه‎دی چې طالبان پردي کړي.

د ولسي جرګې غړي داوود کلکاني
د ولسي جرګې غړي داوود کلکاني

د ولسي جرګې غړي داوود کلکاني د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د داعش ډلې سر راپورته کول د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول زموږ شمالي ګاونډیو ته اندېښنې پیدا کړي، دوی د داعش د ځپلو په هدف طالبانو سره نېږدې شوي، پاکستانیان په دې برخه کې له طالبانو سره موافق نه‎دي او په دې برخه کې د دوی تر منځ ستونزې پیدا شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې یو شمېر داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګوندې روسیه غواړي د داعش د ځپلو په هدف له طالبانو سره نېږدې شي.

ځکه د کارپوهانو په وینا داعش د سیمې د هېوادو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا د هېوادونو په وړاندې لوی ګواښ دی.

د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي وايي، پاکستان ته د طالب چارواکو د تګ-راتګ په وړاندې هېڅ بندیز نشته، خو کله چې یو طالب چارواکی ایران ته سفر کوي د پاکستان له‎خوا وژل کېږي.دی د پاکستان دغه لوبه پېچلې بولي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي
د سیاسي چارو افغان کارپوه احمد سعیدي

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"د ایران او روسیې نېږدیوالی له طالبانو سره د مینې په خاطر نه‎دی، بلکې د داعش په اړه د اندېښنو په برخه کې دی، دوی غواړي له دغې ډلې کار واخلي، طالبان که سل ځله پاکستان ته تګ- راتګ وکړي څه خبره نشته، خو که ایران او روسیې ته ولاړ شي وژل کېږي، دا ډېره پېچلې لوبه ده."

پاکستان تل د افغان دولت له‎خوا د ترهګرو ډلو په ملاتړ او هغوی ته د ځای ورکولو په تور تورن شوی دی.

له همدې امله په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‎اباد تر منځ اړیکې هم ترینګلي شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو اصلي ځالې په پاکستان کې دي او دغه ډله په همغه هېواد کې تمویل او تجهیز کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له بده‎مرغه د طالبانو رېښې په پاکستان کې دي، مدرسې یې، شوراګانې یې او د مشرتابه شورا یې، کلیدي کسان یې، ان ملامنصور چې د طالبانو مشر و، په پاکستان کې ووژل شو، زموږ باور دا دی چې د روسیې او ایران په ګډون به هېڅ هېواد له دوی ملاتړ ونه کړي او دغه ډله به څنګ ته شي."

پاکستان کې د افغان طالبانو د مشر د وژل کېدو د خبر تر خپرېدو وروسته پاکستاني رسنیو ویلي و چې ملا منصور د ایران ویزه درلوده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و په هغه موټر کې چې ملا منصور وژل شوی د وژل شوي کس په پاکستاني پاسپورټ کې داسې ویزه موندل شوې وه چې عکس یې ملا منصور ته ورته و، خو د ولي محمد په مستعار نوم ایران ته تللی و.

XS
SM
MD
LG