د لاسرسي لېنکونه

په لتوانيا کې خلک نن د پارلماني انتخاباتو په دويم پړاو کې خپله رايه کاروي.

اپوزيسيون تمه لري چې ښى اړخى حکومت نن له واک څخه وپرځوي.

د انتخاباتو په دويم پړاو کې د پارلمان د ١٤١ سيټونو له جملې د اته شپېته سيټونو لپاره رايه اچونه کېږي.

د نظرپوښتنو له مخې که چېرې وطن متحد ګوند په نوي پارلمان کې له اکثريت څخه تشکيل شوى ائتلاف جوړ کړي، د دغه ګوند مشر ګابريليوس لاندس-بيرګيس به د لتوانيا راتلونکى صدراعظم شي.

د دغو انتخاباتو اول پړاو د اکتوبر پر نهمه شوى و، چې د وطن متحد محافظه کار ګوند په کې څه باندې ٢١ فيصده رايې ګټلې وې.

XS
SM
MD
LG