د لاسرسي لېنکونه

د امریکا لوی مخابراتي شرکت اې ټي انډ ټي "AT&T" وايي، په پنځه اتيا میلیارده او ۴ سوه ملیون ډالره یې د ټایم وارنر رسنیزې - تفریحي کمپنۍ د اخیستلو سودا کړې ده.

خو مخکې تر دې چې د دوی دا معامله عملي شي باید د مقرراتو تنظیموونکي وګوري چې ایا دا موافقه خو به د اعتماد ضد مقررې خلاف نه وي.

پر دې معاملې له وړاندې د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید دونالد ترمپ له لوري انتقاد شوى دى.

ټرمپ پرون ژمنه وکړه، چې د دې معاملې د عملي کېدو مخنيوى به کوي.

ويل شوي چې د دې معاملې پر اساس د رسنيو ځواک د يو څو ګوتو په شمار کسانو لاس ته ورځي.

ټايم وارنر شرکت د وارنر برادرز فلم جوړوونکې سټوډيو، HBO او CNN ټلويزيوني شبکو خاوند دى.

اې، ټي، اينډ ټي (AT&T) د ګرځنده ټليفونونو مخکښو کمپنيو خاونده، دغه راز د انټرنټي او سټايټ خدماتو وړاندې کوونکې ده.

XS
SM
MD
LG