د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

کندهار کې له یوه روزنیز مرکزه ۸۰۰ سرتېري فارغ شول


کندهار کې د ۲۰۵م اتل قول اردو قومندانۍ له روزنیز مرکز څخه ۸۰۰ سرتېري د دوو میاشتو پوځي زده‎کړو څخه وروسته فارغ شول.

د شنبې په ورځ ناوخته په ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ کې په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د ۲۰۵م اتل قول اردو قومندان تورن جنرال داود شاه وفادار په خپلو خبرو کې د وسله‎والو پر ضد د افغان سرتېرو اوسنی مسؤلیت ډېر مهم وباله.

نوموړي نویو فارغ شویو سرتېرو ته وویل چې تاسې په داسې حال کې د وطن د دفاع مسؤلیت اخلئ چې اوس عملاً د جنوبي حوزې په دوو ولایتونو ،ارزګان او هلمند کې امنیتي ځواکونه د مخالفینو سره مخامخ جګړه کوي.

ښاغلي وفادار زیاته کړه:

"وسله‎والو مخالفينو ارزګان کې په دولت کې دننه د يو شمېر کړيو په مرسته د دې ولايت د سقوط پلان جوړ کړى و، خو ناکام شول د وسله‎والو دغه پلان د ملي اردو د ځواکونو له‎خوا شنډ شو او ارزګان‌يې له سقوطه وژغوره."

د ملي اردو د ٢٠٥م اتل قول اردو د پوځي روزنيز مرکز مسؤل ډګروال هارون مومند ازادي رادیو ته وویل چې نوي فارغ شوي سرتېري به د جنوبي ولایتونو کندهار، زابل، ارزګان او ډايکندي په هغو سيمو کې په دندو وګمارل شي چې له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي.

د مومند په وینا د نویو فارغ شویو سرتېرو د جملې څخه‌يې ۵۰۰ تنو ته د ډرېورۍ روزنه هم ورکول شوې چې د اړتیا پر مهال به د ملي اردو د نقلیه وسایطو په انتقالولو کې مرسته کوي.

ښاغلي مومند زیاته کړه:

"د ټولو فارغ شویو سرتېرو شمېر ٨٠٠ تنه دى او د دوو مياشتو په موده کې ورته نظامي زده‎کړې او روزنه ورکړل شوې ده."

چارواکي وايي چې د ۲۰۵م اتل قول اردو قومندانۍ په روزنیز مرکز کې دا مهال دوه سوه نور سرتېري تر پوځي روزنې لاندې دي او په راتلونکو څو اوونیو کې به فارغ او خپلو دندو ته ستانه شي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG