د لاسرسي لېنکونه

د سوریې د بشري حقونو فعالانو وايي چې حلب کې د اوربند د اعلان په درېیمه ورځ سختې نښتې شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو فعالان چې اکثر یې په لندن کې میشت دي تېره ورځ ویلي چې د سوریې او روسیې جنګي جټ الوتکو د حلب ښار بېلابېلې برخې بمبارد کړې دي.

حلب ښار د دولتي پلویو او مخالفو جنګیالیو تر منځ په بېلابېلو برخو ویشل شوی دی.

حلب کې لا هم په سلګونه زره خلک په ښار کې په جګړو کې ګېر پاتې دي.

د چهارشنبې په ورځ روسیې د بشري مرستو لپاره د اوربند اعلان وکړ او سوریې هم اته لارې خلاصې کړې چې عام خلک له ښاره ووځي خو یوازې کم شمېر خلک وتوانېدل له ښاره دباندې ووځي.

د ملګرو ملتونو سازمان هیله مندي ښودلې چې له دغه اوربنده په استفادې چې دومره مراعات شوی هم نه دی د ټپیانو د انتقال لپاره کار واخېستل شي.

XS
SM
MD
LG