د لاسرسي لېنکونه

مصر کې استیناف محکمې د دغه هېواد د پخواني پرزول شوي ولسمشر محمد مرسي په سر د شلو کلونو بند تائید کړ.

مُرسي دا حکم د ۲۰۱۲میلادي کال د مظاهرو په لړ کې د مظاهره‎چیانو د وژنې په خاطر صادر شوی دی.

د اکتوبر په ۲۲مه د محکمې دا حکم د مُرسي پر ضد په دوسیه کې وروستی حکم دی چې په ثبت ورسېد.

د مصر پخوانی ولسمشر له یوې پوځي کودتا وروسته ونیول شو او تر اوسه په بند کې دی.

په مُرسي باندې چې له حسنې مبارک وروسته په انتخاباتو کې ولسمشر شو د نورو جرمي قضیو په خاطر د عمري بند او اعدام حکمونه هم صادر شوي دي.

XS
SM
MD
LG