د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د "صداقت" په نوم د فوټسال یوه افغاني لوبډله تېر ماښام د منځنۍ اسیا د لوبډلو تر منځ اتلولي ته ورسېده.

د قرغزستان په کوربه‎توب دا سیالۍ د افغانستان د صداقت ټیم، د اسیايي فوټسال فدراسیون د ناریان لوبډلې او د قرغزستان د فارواتر او ایمجیک ټیمونو تر منځ په بشکېک کې وشوې چې افغانستان په‎کې ټولې لوبې وګټلې.

د افغانستان د فوټسال فدراسیون یوه مسؤل سید علي کاظمي ازادي راډیو ته وویل، صداقت ټیم وکړای شول پرون ماښام په پای‌لوبه کې پنځه پر دوه ګولونو د اسیا د فوټسال کلپونو اتل ناریان ټیم مات کړي.

تر دې مخکې افغان لوبډلې فارواتر ته په څلورو ګولونو او ایمجیک ټیم ته په څلور–یو پایلې سره ماته ورکړې وه.

د ښاغلي کاظمي په خبره صداقت فوټسال کلپ چې په افغانستان کې د فوټسال ټیمونو تر منځ اتلولۍ ګټلې وه د یادو سیالیو نه مخکې په عربي متحده اماراتو کې د الشعب ټیم ته په ۹ ګولونو سره ماته ورکړه او دا دی په قرغزستان کې اتلولي ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG