د لاسرسي لېنکونه

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په پاکستاني چارواکو انتقاد کوي چې دغه هېواد ته‌یې د طالب مشرانو د وروستي سفر په اړه دوی ته څه نه‎دي ویلي.

ښاغلي زاخېلوال پرون شپه ازادي راډيو ته وویل چې درې طالب مشران له قطر نه اسلام‎اباد ته تللي او هلته‌یې له نورو طالبانو سره په ځینو مسائلو خبرې کړي دي.

ښاغلي زاخېلوال وویل چې اسلام‎اباد ته د خبرو لپاره د دغو طالب مشرانو سفر د دې ښکارندويي کوي چې دا ډله په خپله د سولې د خبرو توان او واک نه‎لري.

د پاکستان صدراعظم د بهرني سیاست سلاکار سرتاج عزیز بیا په دې اړه بې‌خبري ښودلې.

XS
SM
MD
LG