د لاسرسي لېنکونه

د عراق دولتي ټلویزیون وایې د هغه هېواد امنیتي ځواکونو په کرکوک ښار کې د اسلامي دولت ډلي لوی برید پر شاوتمباوه او هغه ښار یې په بشپړ ډول په خپل کنټرول کې راوست.

دغه تلویزیوني چینل په کرکوک کې د خپل خبریال له قوله وایې چې د ښار چارواکو د شپې هغه ګرځبندیز هم لیري کړ چې د اکتوبر پر شلمه نېټه داسلامي دولت ډلې لخوا پر ځینو ودانیو او د پولیسو پر مرکزونو د بریدونو وروسته اعلان شوی وو.

راپورونه وایي په هغه برید کې چې د ښار دباندي د برېښنا د تولید پر یوې دستګاه وشو، لږ تر لږه اتلس امنیتي سرتېري او کارګر ووژل شوه.

په وژل شویو کې څلور ایراني کارګران هم شامل و، تر دې پېښي وروسته د ایران دولت اعلان وکړ چې له کرکوک ښار څخه یې خپل ټول کارګر او تخنیک کاران بېرته ورغوښتي دي.

د کرکوک د پولیسو مشر نن ویلي، په هغو بریدونو کې چې د ښار پر ځینو برخو وشوې د اسلامي دولت ډلې ۴۸ وسله وال هم وژل شوي دي.

کرکوک د تېلو اړخه یو بډایه ښار دی چې د بغداد شمال ته په ۲۹۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د عراق د دوهم لوی ښار موصل جنوب ختیځ ته په ۱۷۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

XS
SM
MD
LG