د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

منګل: حزب اسلامي سره د سولې تړون عملي کېدل له ننګرهاره پيلېږي


د ننګرهار نوی والي محمد ګلاب منګل د شنبې په ورځ د يوې پراخې غونډې له لارې دې ولایت ته معرفي شو.

والي محمدګلاب منګل د هغه د معرفت په اړه په جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار ولسوونو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به دا ولایت د لویو لاسته راوړنو شاهد و اوسي.

نوموړي وويل سوله د ټول هېواد لپاره اړینه اړتیا ده، خو د منګل په خبره د سولې تفاهم لیک د عملي کېدلو ویاړ به لومړی د ننګرهار په برخه وي:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت او د حزب اسلامي افغانستان سره د توافقنامې نه وروسته به د سولې عملي اقدامات د ننګرهار نه پيلېږي او له هغې وروسته نورو ډلو سره چې د سولې خبرې ترسره کېږي د هغوی لپاره هم ننګرهار ټاکل شوی دی."

په دې غونډه کې د ننګرهار قومي مخورو، ځوانانو او د ولسونو استازو له نوي والي محمد ګلاب منګل نه غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې ناامني، قانون ماتونه ،فساد او بې عدالتي وروستي حد ته رسېدلې او د حل په برخه کې باید جدي واوسي.

د ننګرهار څو تنو اوسېدونکو داسې وویل:

"هغه مداخلې چې قطعه نه شوې او د مفسدو مقرري چې بنده نه شوه امنیت نه راځي.

موږ د قانون حاکمت عام غواړو داسې نه چې یوازې په غریب پلي شي او له بلې خوا موږ عدالت غواړو همدا بې عدالتي ده چې د ولس او حکومت تر منځ واټن لرې کېږي."

والي محمد ګلاب منګل هم د خلکو غوښتنې پر ځای یادې کړې او ژمنه يې وکړه چې دی به د قانون تطبیق له ځانه پيل او بيا پر ټولو به يې په یو شان عملي کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د قانون حاکمیت او عدالت به زه له ځانه پيلوم بیا پر نورو، دا مبارزه په یوه کس نه کېږي ستاسې همکارۍ ته اړتیا لرم او په عمل کې راسره ودرېږئ."

ښاغلي منګل یادونه وکړه چې دې ولایت ته له راتګ وړاندې يې د مرکز نه ژمنې اخیستې او د نورو برخو تر څنګ به د برېښنا لوی بند هم په دې ولایت کې ورغول شي:

"تاسو ته یو زېری درکوم چې ننګرهار په هغو ولایتونو کې دی چې دلته د داسې برېښنا د تولید او د اوبو بندونو د جوړولو په ډله کې دی چې نه یوازې مشرقي بلکې ګاونډي هېواد پاکستان ته هم برېښنا ورکړي."

که څه هم والي ګلاب منګل په خپلو خبرو کې ولسوونو ته هغه ژمنې او وعدې ورکړې چې د خلکو غوښتنه وه خو اکثر خلک بيا وايي ولس د مسولینو پر وعدو بې باوره شوی او د نوي والي مؤثریت به په عمل کې وڅاري.

راپور:شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG