د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

ولې یو شمېر ځوانان باټې وهي؟


موږ په ژوند کې له مختلفو کسانو سره مخ کېږو، یوه ډله یې داسې دي چې باټې وهي.

باټې مختلف حالتونه لري، کله چې ماشومان باټې وهي، غواړي د نورو پام ځان ته راواوړي او یا هم د مور او پلار له سزا ځان خلاص کړي، خو کله چې لویان باټې وهي، هڅه یې دا وي چې ځان تر نورو غوره او ستر معرفي کړي.

هغه خلک چې پر ځان باور نه لري یا یې په ماشومتوب کې ډېرې باټې اورېدلې وي، همدا ډول هغه خلک چې په ټیټو څوکیو کار کوي یا هم خپلې تېروتنې نه شي منلی، ‌ډېر وخت په دې خاطر چې تحقیر نه شي یا یې خلک له نورو کم ونه بولی، باټې وهي.

هغوی چې باټې وهي، ډېر یې د رواني تکلیف له کبله دا کار نه کوي، بلکې دوی په داسې یوه حالت کې دي چې ډېر پام نه ورته کېږي او د محرومیت احساس کوي، په همدې خاطر دوی باټې وهي چې د نورو توجه ځان ته جلب کړي.

هغوی چې باټې وهي، رښتیا پټوي، داسې خلک په ټولنه کې د رښتینې محبوبیت وړ نه ګرځي او اصلي څېره یې یوه ورځ خامخا افشا کېږي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com
او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org
یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.
د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د «غږ» تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:48 0:00
مستقیم لېنک

چمتوکوونکی: همایون هېواد

XS
SM
MD
LG