د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

له افغان حکومت نه د ماشوم ادبیاتو د کور غوښتنه


د ماشوم د ادبیاتو د کور پنځمه کلیزه د شنبې په ورځ په کابل کې ولمانځل شوه.

په دې مناسبت جوړې شوي غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځینو چارواکو، لیکوالانو او ماشومانو ګډون کړی و.

د ماشوم د ادبیاتو د کور مسؤلین، زده کړه، روزنه، مطالعه او معقوله بوختیا، د ماشومانو د سالمې فکري او اخلاقي ودې لپاره مهمه ګڼي او وايي چې که ماشومانو ته دغه اسانتیاوې برابرې شي، په راتلونکې کې به پرته له شکه، د ټولنې د ستونزو په هواري کې رول ولوبوي.

دا خبرې د ماشوم د ادبیاتو د کور مسؤلینو د دغه کور د تاسیس د پنځمې کلیزې د لمانځلو په غونډه کې وکړې.

د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو د کور مشر اجمل تورمان وویل، په تېر یوه کال کې د ماشوم د ادبیاتو د ودې او دودولو لپاره د پام وړ کارونه ترسره شوي او که حکومت ورسره همکاری وکړي او که نه، دغه لړۍ به د ماشوم د ادبیاتو د مینه والو په مرسته پرمخ بوځي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ کور یو، خو خیالي کوریو، نه دېوالونه لرو او نه چت، افغان حکومت باید له موږ سره ملاتړ کړای وای، تراوسه یې هیڅ ملاتړ نه دی کړی، موږ اوس هم د سړک پرسریو او خپل کار پرمخ وړو."

ښاغلي تورمان وویل، د ماشوم د ادبیاتو د ودې او دودولو لپاره د پوهانو مسلکي ناستې، سیمنارونه او د ماشومانو لپاره تشویقي غونډې جوړشوي، یوشمېر کتابونه چاپ شوي او د دې ترڅنګ په فیس بوک ورته یوه پاڼه ځانګړې شوې چې د ماشوم د ادبیاتو د ودې او دودولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي او ښه نتیجه یې ورکړې ده.

ده داهم وویل، که له دې پروسې سره مالي او تخنیکي مرستې وشي، د ماشومانو په ذهنونو کې به مثبت بدلون راشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات د ماشوم ادبیات د ماشومانو د سالمې فکري ودې لپاره مهم وګاڼه او ژمنه یې وکړه چې له دې پروسې سره به مرستې وکړي:

کمال سادات
کمال سادات

"موږ په ټوله مانا له دوی سره همکاریو او غواړو دا پروسه نوره هم وغځېږي، همدارنګه غواړو چې له نړیوالو موسسو لکه سیف دی چلنډرن، یونیسف او داسې نوروسره اړیکي ونیسو او مرستې یې جلب کړو، ترڅو ماشوم روزنې ته په ټول افغانستان کې زمینې برابرې کړو."

په غونډه کې د سویډن د دوستۍ د ټولنې په استازیتوب رفیع الله انځور،د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو کورته مبارکې وویله.

د غونډې په پاې کې یو شمېر وړو او فعالو ماشومانو د لا هڅېدو په هدف ستاینلیکونه هم وویشل شول.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG