د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

 ولسي جرګه: اروپايي هېوادونو کې باید د کډوالو حقونو ته پام وشي


په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعیت او اجباري ایستلو د اندېښنو په لړ کې ​د افغانستان ولسي جرګه له حکومته غواړي چې په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو حقونو ته جدي پام وکړي.

د دغې جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري چې د شنبې ورځې د عمومي غونډې مشري يې هم کوله وویل چې افغان حکومت دې په هېواد کې امکاناتو ته په کتو د افغان کډوالو په اړه عمل وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ پر حکومت غږ کوو، کوم کسان چې له هېواده بهر دي په ځانګړې توګه هغه پناه غوښتونکي چې په اروپا کې دي، د دوی له حقونو څخه دې په کلکه دفاع وکړي، افغان حکومت په داسې حال کې د افغان کډوالو اجباري اېستل مني چې د دوی د ژوند لپاره يې هیڅ ډول اسانتیاوې نه دي برابرې کړي او دا د ولسي جرګې د غړو لپاره د انتقاد وړ ده."

ښاغلي غفاري دغه څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې د ولسي جرګې يو شمېر غړیو پر افغان حکومت انتقاد وکړ چې په اروپايي هېوادونو کې يې د افغان کډوالو وضعیت ته سمه پاملرنه نه دې کړې.

احمد بهزاد يو له هغو وکیلانو و چې ددغې مسئلې په اړه یې اندېښنه وښوده او د افغان کډوالو د اندېښنو په اړه يې داسې وویل:

احمد بهزاد
احمد بهزاد

"ویل کېږي چې له اروپايي هېوادونو څخه په اجباري توګه د افغانانو د اېستلو په تړاو له یو شمېر اروپايي هېوادونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي، په داسې حال کې چې لسګونه زره افغانان په ناوړه حالت کې هلته خپل ژوند پرمخ بیايي او لاریونه يې هم کړي."

دا څرګندونې په داسې وخت کی کېږي چې د ملګرو ملتونو او د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا دوه نیم لکه افغانانونو په اروپایي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې.

د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنو شبکې هم د پنجشنبې په ورځ په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او په دې برخه کې یې له اروپايي ټولنې او افغان حکومته د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت وايي چې له اروپايي هېوادونو سره یې د افغان کډوالو د داوطلبانه راستنېدو په اړه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي نه په اجباري ډول.

اسلام الدین جراات
اسلام الدین جراات

د دغه وزارت ویاند اسلام الدین جراات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په لومړي سر کې ټول دوه نیم لکه کیسونه څېړل کېږي او کوم کسان چې د پناه غوښتونکي په توګه ونه منل شي نو افغان حکومت د خپل مسؤولیت له مخې دوی مني او باید ووایم چې د اعلامیو او هوکړه لیکونو به هیڅ ځای کې د جبر کلیمه نشته او دوی ته پخپله خوښه د راتګ موقع ورکول کېږي."

دا انتقادونه په داسې حال کې کېږي چې له دې وړاندې هم ولسي جرګې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د بهرنیو او کډوالو او راستېدونکو وزارتونو وزیران استجواب کړي و.

د ملي شورا یو شمېر غړیو او ځینو مدني ټولنو تردې وړاندې هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په اروپایي هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته باید جدي پام وشي او له هری ممکنې لارې دې له هغو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیول شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG