د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی ټینګار کوي چې باید د افغان امنیتي ځواکونو په جنګي استراتیژۍ کې بدلون راشي.

د دغې جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري چې نن یې د دی جرګې د غونډې مشري هم کوله وویل چې په هېواد کې د جګړو شدت د اندېښنې وړ دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د وکیلانو څرګندونو او په حقیقت کې هغه تمه چې خلک له امنیتي ارګانونو لري باید جدي پاملرنه وشي، امنیتي مسؤلین باید خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې."

ښاغلي غفاري همدارنګه له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د هېواد امنیت ته جدي پام وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې دا مهال د هېواد په بېلابېلو برخو جګړو زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG