د لاسرسي لېنکونه

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر په عراق کې د خپلو قوماندانانو د لیدو لپاره بغداد ته ورسېد.

په پام کې ده د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر له اسلامي دولت ډلې څخه د عراق د موصُل ښار د بېرته نیولو عملیاتو پرمختګونه هم و ارزوي او په اړه به د عراق له صدراعظم حیدر العبادي سره هم خبرې وکړي.

اشټون کارټر تر دې مخکې په ترکيه کې و او هلته يې ويلي وو په اصولو کې له ترکيې سره موافقه شوې چې د موصُل ښار د بېرته نيولو لپاره په جګړه کې رول ولوبوي.

دا عراق ته د امريکا د دفاع وزير درېيم سفر دى.

د ترکيې په سلګونو پوځيان د عراق په شمال کې دېره دي چې هلته کرد جنيګالي او سني عربان روزي.

په همدې حال کې د عراق د وتلي شيعه روحاني مشر ايت الله علي السيستاني استازي مهدي الکربلايي د جمعې په ورځ له داعش ډلې د موصل د بېرته نيولو د عملياتو په باب په کربلا کې د وينا پر مهال وويل:

"موږ د موصُل له قدرمنو اوسېدونکو غوښتنه کوو چې له امنيتي ځواکونو سره تر خپله وسه همکاري وکړي، د امنيتي ځواکونو ماموريت ته زمينه برابره کړي چې دوى د داعش د ټروريستانو له واکمنۍ څخه وژغوري او خوندي يې کړي."

عراقي ځواکونو پر حمدانیه ښارګوټي حمله کړې

عراقي ځواکونو پر حمدانیه ښارګوټي حمله کړې

تازه راپورونه وايي چې عراقي پوځيانو د موصل ښار د بېرته نيولو لپاره د عملياتو په لړ کې پر حمدانيه ښارګوټي حمله کړې چې ډېرى اوسېدونکي يې عيسويان دي او دغه ښارګوټى له ٢٠١٤ميلادي کال راهيسې د داعش ډلې په کنټرول کې و.

ويل کېږي موصُل په عراق کې د داعش ډلې وروستى مهم مرکز دى.

حمدانيه ښارګوټى په قراقوش هم مشهور دى، د موصل په ٢٠ کيلومترۍ کې پروت دى او عراقي ځواکونو نن په کې خپل ملي بيرغ او چت کړ.

XS
SM
MD
LG