د لاسرسي لېنکونه

د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت د ولایتي شورا د یوه غړي پر موټر چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل چې پېښه نن شنبې شاخوا یوولس بجې په مهترلام ښار کې د عزیزي بانک مخې ته د ولایتي شورا د وکیل عبدالعزیز په موټر پسې د نښلول چسپکي ماین چاودنې له امله شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په ټپيان کې د ولایتي شورا د وکیل دوه ساتونکي هم شامل دي.

هغه وايي، ټپيان د لغمان مرکزي کلینیک ته لېږدول شوي.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG