د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د کندز ولایتي شورا: د کندز ښار امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی


د کندز ولایتي شورا او د دې ولایت مدني فعالان د کندز ښار اوسني امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي چې مرکزي حکومت په دې ولایت د دایمي امنیت لپاره جدي او قاطع اراده نه لري.

دوی وايي، لاهم وسله وال طالبان د کندز ښار په نږدې کلیو او بانډو کې شتون لري او هر وخت چې وغواړي پر دې ښار باندې بریدونه کولای شي.

د کندز د ولایتي شورا غړي وايي، د یاد ولایت سیمه ییزو چارواکو په قدرت کې د پاتې کېدو په خاطر مرکزي حکومت ته د دې ولایت اوسني وضعیت په اړه ناسم راپورونه ورکوي.

د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي خبرداری ورکوي، که چېرې ژر تر ژر د دې ولایت وضعیت ته پاملري ونه شي، نو ښايي د درېیم ځل لپار کندز ښار د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړي.

د کندز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي
د کندز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي

ښاغلي ایوبي په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"موږ په کندز کې امنیت او سوله غواړو، ښاغلی ولسمشر او اجرائيه رئیسه په دې ډول حکومتوالۍ نه کېږي د کندز ولس امنیت او سوله غواړوي، تاسې چې کومې ژمنې له موږ سره کړي دي هغه عملي کړی."

په ورته وخت کې دولایتي شورا یوتن غړی امرالدین ولي بیا وايي چې اوس مهال یو زیات شمېر شتمن خلک له دې ښار څخه د کډې په حال کې دي، ځکه لاهم خلک د خطر احساس کوي او تر اوسه پورې په کندز ښار کې ډاډمن امنیت نه دی راغلي.

امرالدین ولي
امرالدین ولي

ښاغلي ولي زیاته کړه:

"اوس مهال یوازې د کندز څلور دروازې د دولت په کنټرول کې دي، خو د ښار په شاوخوا نږدې کلیو او سیمو کې وسله وال طالبان حضور لري او خلک نشي کولاي په لويو لارو کې ولسوالیو ته او ګاونډیو ولایتونو ته په ډاډه زړه تګ را تګ وکړي."

په همدې حال کې د کندز مدنې فعالان هم پر مرکزي حکومت باندې انتقاد کوي وايي چې د مرکزي حکومت د نه پاملرنۍ له کبله دا دوهم ځل دی چې دغه ولایت طالبانو په لاس سقوط کوي، خو قرباني یې ملکي وګړي ورکوي.

یوه تن مدنې فعال عنایت الله خلیق په دې اړه داسې وویل:

"موږ تاسې باید د کندز له دې دوو پېښو څخه پند واخلو او راځي چې سره یوموټی شو او اوږه پر اوږه د کندز د امنیت په خاطر کار وکړو، خو که بې غورې ته پاملرنه ونه کړو، نو زه ډاډمن یم چې کندز د درېم ځل لپاره هم د طالبانو په لاس سقوط کوي او باید پر حکومت باندې فشار راوړو ."

د دوی په وینا، تر څو چې د کندز شاوخوا سیمې همدارنګه د ګل تپې تازه منظور شوې ولسوالي او د چهاردرې ولسوالي د طالبانو له شتون څخه تصفیه نشي، نو دغه ښار به د طالبانو له ګواښونو سره مخامخ وي.

بل خوا د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې دم ګړۍ په دې ولایت کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات دوام لري.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش په دې اړه داسې وویل:

سید محمود دانش
سید محمود دانش

"زموږ عملیات په کندز کې جریان لري او ښاغلي ولسمشر هم د کندز چارواکو ته او امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې باید کندز په بشپړه توګه د طالبانو له شتون څخه تصفیه شي."

د یادولو وړ ده چې نږدې دوه اوونۍ شوي چې د کندز ښار د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه شوی دی، خو لاهم د دې ښار اوسېدونکي ډاډمن نه دي چې په دې ولایت کې خپل ژوند او کار و بار ته دوام ورکړي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG