د لاسرسي لېنکونه

د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ له نن سهار راهیسې جګړه روانه ده.

د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت ازادي راډيو ته وویل دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې وسله والو په نورګل کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو حمله وکړه.

نوموړي وویل چې په دغه جګړه کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو په دې اړه یې دقیقه شمېره وړاندې نه کړه.

ښاغلي همت وویل چې په دې جګړې کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG