د لاسرسي لېنکونه

چارواکي وایي چې په شمال قطب کې د روسیې په یامال ټاپو کې د هلیکوپټر د غورځېدو په پېښه کې لږ تر لږه نولس تنه وژل شوي دي.

په دې پېښه کې درې تنه ټپیان شوي دي، یو زخمي روغتون ته انتقال شوی او د چارواکو په وینا د دوو نورو ټپیانو درملنه د پېښې په ځای کې شوې ده.

«ریا نوستي» روسي اژانس په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر دوه ویشت تنه یاد کړی.

چارواکي وایي چې د هوا د خرابۍ له امله دا پېښه رامنځته شوې ده.

XS
SM
MD
LG