د لاسرسي لېنکونه

د عراق د دولت مخالفه وسله والو د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې پر دوهم ستر ښار، کرکوک، له تېرې شپې راهیسې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

کرکوک د کردانو په لاس کې دی چې د دوی پیشمرګه ځواکونه له داعش څخه د عراق په جنوب ختیځ کې د ستر ښار، موصول د نیولو لپاره د جګړې په لومړۍ کرښو کې جنګېږی.

وسله والو چې ځینو یې ځان وژونکي واسکټونه هم اغوستي، د جمعې په ورځ د عراق پر کرکوک ښار برید وکړ.

د لوېدیځو اژانسونو په باور، دغه وسله وال غواړي چې د هغو زرګونو ځواکونو پام د موصول له نیولو راوګر ځوي چې د پرمختګ په حال کې دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند «جیف ډیوس» پرون الحره تلویزیون ته په مرکه کې پرون وویل چې موصل به ډېر ژر عراقي ځواکونه ونیسي:

"موږ د عراقي ځواکونو ملاتړ کوو، ځکه چې دا دوی دي چې مسؤلیت ورله غاړې دی او څه چې موږ کوو، هغه د لومړۍ کرښو شاته سلا مشوره او همکاري ده، د ښار د نیولو وخت دوی ټاکي، موږ نه غواړو چې د دوی په دې پروګرام ځان وپوهوو، موږ نه غواړو چې دا وخت اعلان کړو، خو فکر کوم چې دوی ډېر ژر ژر مخکې روان دي او زما په باور دوی به ډېر ژر د موصول ښار ونیسي."

لوېدیځ اژانسونه د ځینو غربي کتونکو په وینا وایي چې د کرکوک له جګړې سره دا ګرانه ده چې بیا هم څوک اټکل وکړي چې ډېر ژر به موصل تصفیه شي.

کرکوک له بغداده د شمال لورې ته ۲۴۰ کیلومتره لرې پروت دی.

فرانس پریس اژانس خبر ورکوي چې د دوی خبریال یوه ډله نارینه چې ټوپک او لاسي بمونه ورسره و او د افغانانو په څېر جامې یې اغوستې وې د کرکوک پر یوه واټ لیدلي دي.

په دې ښار کې لږ تر لږه پنځه ځان مرګو پر دولتي ودانیو حملې کړې دي چې په دغو کې د پولیسو مرکزي دفتر هم شامل دی.

وسله والو د کرک په لمن کې د برېښنا یو مرکز هم په نښه کړی دی چې ویل کېږي دلته لږ تر لږه اتلس امنیتي ځواکونه او د انرژۍ د دې مرکز کارګران وژل شوي دي، په وژل شویو کې دوه ایرانیان دي.

د لسو برید کوونکو د وژلو خبر هم ورکړل شوی دی.

داعش د دې بریدونو مسؤلیت منلی دی، دا بریدونه نیمه شپه پیل شول او نن چاودنې او ډزې په ټول ښار کې اورېدل کېدل.

د ښار استوګنو ویل چې په سیمه ییز تلویزیون کې د ښار په څو ځایونو کې په کوڅو کې د جګړو ویډیوګانې خپرې شوې.

XS
SM
MD
LG