د لاسرسي لېنکونه

په جوزجان ولايت کې د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوى دى.

د والي وياند محمد رضا غفوري ازادي راډيو ته ويل، ملنګ روحاني او ورسره ملګري هغه وخت ووژل شول چې اول دوى تېره شپه د ولسي پاڅون پر ځينو پوستو حمله وکړه:

"په حمله کې شپږ وسله وال وژل شوي چې په هغوى کې سخي هم شامل دى چې په ملنګ روحاني مشهور و، د وسله والو مړي د جنګ په ساحه کې پاتې دي، اوس هم هلته سخته جګړه روانه ده او په پېښه کې لس کسان ټپيان شوي دي."

د جوزجان د والي وياند وويل چې په دې حمله کې دوه افغان پوځيان ټپيان شوي او نورو هغو ته تلفات نه دي اوښتي.

ويل شوي چې په دې جګړه کې يوه اندازه مهمات او وسلې هم د افغان قواوو لاس ته ورغلي دي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي، ادعا کوي چې دوې پوستې يې نيولې او درې پوليس يې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG