د لاسرسي لېنکونه

افغان امنیتي ځواکونو د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ بېرته ونیوله.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبد الکریم یورش ازادي راډیو ته وویل د ولسمشر د لومړي مرستیال عبد الرشید دوستم په مشرۍ په پوځي عملیاتو کې تېر ماښام د غورماچ د ولسوالۍ ودانۍ او بازار تصفیه شوي دي.

د فاریاب پولیس وايي، په غورماچ کې هغه ۱۶ پوستې چې وسله والو نیولې، هم بېرته نیول شوي دي.

د فاریاب غورماچ ولسوالۍ شاوخوا لس ورځې وړاندې سقوط کړی و.

XS
SM
MD
LG