د لاسرسي لېنکونه

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، یو امریکايي سرتېری د عراق په شمال کې په بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو پرون رسنیو ته وویل چې دا سرتېری د هغو سلو امریکايي پوځیانو له ډلې دی چې د عراقي پوځیانو او کرد پېشمرګه جنګیالیو د ملاتړ په خاطر د داعش وسله والو پر ضد په پراخو عملیاتو کې ونډه لري.

پنټاګون ویلي دا سرتېری لومړی ټپي او بیا یې ساه ورکړې ده.

د عراق صدراعظم ویلي چې د موصل ښار د نیولو لپاره عملیات په چټکۍ روان دي او ټول پوځیان سره ښه همغږي او همکاري لري چې له امله یې تر هغه څه چې دوی تمه کوله هم پوځیان مخته تللي دي.

د موصل د بیا نیولو لپاره د امریکا په مشرۍ اییتلاف د عراقي پوځیانو ملاتړ ته وردانګلي او له څلورو ورځو راهیسې د داعش د ځپلو لپاره عملیات پر مخ وړل کېږي.

XS
SM
MD
LG