د لاسرسي لېنکونه

د عراق صدراعظم وايي، د اسلامي دولت له وسله‎والې ډلې څخه د موصل د ښار د بیرته نیولو عملیات له هغه څه چې مخکې پلان شوي و چټک پر مخ روان دي.

حیدرالعبادي دا څرګندونې د موصل د راتلونکې په اړه پاریس کې جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته د ویډیو کنفرانس له لارې وکړې.

عبادي د عراق د پوځي او کُردي ځواکونو ترمنځ همکاري وستایله او ویې ویل دوی د عراق د خاورې د ازادۍ لپاره په همغږه توګه جګړه پر مخ وړي.

ښاغلي عبادي زیاته کړه:

"نن په موصل کې زموږ جګړه د عراق لپاره جګړه ده چې د عراقیانو له خوا د عراقیانو لپاره او د عراق د خاورې د ازادۍ لپاره پر مخ وړل کیږي."

نوموړې دا څرګندونې د عراق د دویم لوی ښار موصل د بیرته نیولو د عملیاتو په څلورمه ورځ کوي چې ویل کیږي کردي او عراقي ځواکونو په کې یوه لړ پرمختګونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG