د لاسرسي لېنکونه

د فیلیپین ولسمشر روډریګو ډوټیرټې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه چې د دې هېواد د اوږدې مودې متحد دی بیلتون اعلان کړ.

روډریګو نن پنجشنبې بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره له خبرو وروسته وویل، دلته زه د امریکا له متحدو ایالتونو څخه د بیلتون اعلان کوم.

د فیلپین ولسمشر بیجنګ کې د خلکو په ستر تالار کې چینايي او فیلیپیني سوداګرو ته په وینا کې وویل، امریکا اوس بایللې ده.

نوموړي وویل، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته به هم ورشي او هغه ته به ووايي چې دا مهال موږ درې د ټولې نړۍ خلاف ولاړ یو.چین، فیلپین او روسیه.

سپینې ماڼې بیا د روډریګو څرګندونې کم اهمیته بللي دي او وايي، مانیلا له واشنګټن سره د لسیزو اوږدې ملګرتیا کې د کوم بدلون غوښتنه نه‎ده کړې.

XS
SM
MD
LG